قندهار /باختر/دجوزاشلمه
په قندهار کی دانتخاباتودولایتی کمیسیون ددفتر مسوولان وایی:ددغه ولایت په دیارلسو مرکزونوکی دنومونو دثبتولو پاڼی تر اوسه پوری دغه مرکز ته رسیدلی ندی.
دقندهار ولایت دانتخاباتو خپلواک کمیسیون دولاتی دفتر رییس محمد هاشم درانی رسنیو ته وویل :چی له پرون څخه راپه دی خواپه میوند ولسوالۍ کی دنوم دثبتولو پاڼی تما مې شوي دي .
اونوی پانې رسیدلی ندی او خلک دنوم ثبتولو لپاره په تمه دي .دی وایی :په هغو سیموکی چې امنیتی ژمنې ډيرې دي ،دنومونو ثبتول دریدلي دي .او دنومونودثبتولو مرکزونه نشته .
دمیوند ولسوالۍ اوسیدونکو له مسوولانوڅخه وغوښتل چی ډیرژرد دوه پنځوسومرکزونودنوم ثبتولو پاڼې مرکزونوته .ورسوی .
په قندهار کی دانتخاباتو دکمیسیون مسوولانو وویل:څه دپاسه څلور سوه زره تنه چې اویازره تنه یې ښځې دي تر اوسه پورې یې په دغه ولایت کی نومونه ثبت کړې دي .شکریه/ خروټی .
4 1 دقیقه لوستل