– کابل / د زمري ۲۹ مه / باختر
پوليسو د کابل په بګراميو ولسوالۍ کې د دوو چاودنو مخه ونيوله.
د کابل د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي: د بګراميو پوليسو دوه ماينونه چې په دغې ولسوالۍ پورې اړوند سېدجمال الدين افغان ښارګوټي کې ځای پرځای شوي وو، له چاودنې مخکې کشف او شنډ کړل.
تراوسه د قضیې عاملین نه دي پېژندل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې نن سهار هم په کابل کې د دوو ماينونو په چاودنه کې دوه تنه شهیدان او دوه تنه نور ټپیان شول.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ