کابل باختر دوري يوولسمه :
اوولس پرمختيايي پروژې په لغمان ولايت کې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې
په دغو پروژو کې دکانالونو ، سربندونو او داستنادي ډيوالونو جوړول او ترميمول شامل دي چې له هغو څخه دعليشنګ او دقرغيو په ولسواليو او په مهترلام ښار کې زرګونه کورنۍ ګټه اخلي .
دلغمان ولايت د کليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست يو تن مسوول محمد ظاهر حسين خيل باختراژانس ته وويل چې دغه پروژې دکليو دبيا جوړولو او پراختيا دوزارت او د اسيايي پرمختيايي بانک په مالي مرسته دشپږ پنځوس مليونو افغانيو په لګښت تطبيقه شوي دي .
ده وويل دسربندونو ، استنادي ديوالونو او دکانالونو جوړول او ترميمول دخلکو له غوښتنې څخه وې .
دلغمان والي عبدالجبار نعيمي وايي چې له دغو پروژو څخه په زرګونو کورنۍ ګټه اخلي .
ده دلغمان ولايت په ځينوسيموکې دپرمختيايي پروژو دلسګونو طرحو خبر ورکړ او ويې ويل چې ددغو پروژو تطبيقول به دخلکو په ژوندانه کې مثبت بدلون رامنځته کړي .
دلغمان والي له خلکو څخه وغوښتل چې دامنيت په تامينولو اود پرمختيا په لاره کې دخپل دولت سره همکاري وکړي .
0 1 دقیقه لوستل