امنیت

د پوليسو پر پوستې د طالبانو د ډزو له امله يو کروندګر شهيد شو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٥
د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتوکې د طالبانو د ډزو له امله يو کروندګر شهيد شو.
د هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دويم څارن شاه محمود آشنا د باختر آژانس خبريال ته وويل: د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتوکې د پوليسو په پوستو د طالبانو د ډلې د بريدونو له امله يو کروندګر شهيدشو.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دغو بريدونوکې د دواړو لورو ترمنځ د درندو او سپکو وسلو د ډزو له امله د اسراييل په نامه يو کروندګر شهيد شو.
خبرځاى وويل: د نښتې په بهيرکې طالبانو ته هم د سرزيان اوښتى دى، خو د دقيق شمېر په باب يې خبر نه دى ترلاسه شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته