کابل باختر دزمري درې ويشتمه :
دوه تنه وسله وال طالبان تېره شپه په فارياب ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره
په نښته کې ووژل شول او ددغې ډلې بريد دامنيتي ځواکونو له خوا شنډکړى شو.
د فارياب ولايت امنيه قوماندان پاسوال عبدالنبي الهام د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والوطالبانو د قيصار ولسوالۍ د قيچاق او نهرين د کليو په امنيتي پوستو ډله ئيز بريدونه کړي و چې د امنيتي ځواکونوله مقاومت سره مخامخ شول .
الهام زياته کړه: د دغې نښتې له امله دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نوريې ټپيان شول .
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: اوس په ساحه کې امنيتي حالت نورمال دى او کومه انديښنه شتون نه لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ