سیاست

د بهرنيو چارو وزير په کابل کې د فرانسې له سفير سره د افغان پنــــاه غوښتوونکو مسئله وڅيړله

کابل باختر دزمري د مياشتې ١٦ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير نن  په کابل کې دفرانسې    له سفير سره په کتنه کې دافغان پناه غوښتوونکو او مهاجرينو  دمسئلې په باب  خبرې وکړې.
دبهرنيو چارو  وزارت دوياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې  دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني  د وارسا په کنفرانس کې له افغانستان سره دفرانسې دنويو همکاريو  داعلام  له امله   مننه څرګنده کړه او ويې ويل هيله لرو  چې دوست هېواد فرانسه  دافغانستان په باب دبروکسل په نړيواله  غونډه کې هم کارنده او اغيزمن  ګډون ولري .
په کابل کې  دفرانسې سفير فرانسوا ريشيه  په اقتصادي ، کرنيزو او روزنيزو برخو کې دافغانستان په وړاندې  دخپل هېواد د راتلوونکو پروګرامونو په باب معلومات وړاندې کړل او ټينګار يې وکړ چې فرانسه به دپخوا په شان دافغانستان ددولت او خلکو همکاره وي.
ديادونې وړ ده چې په دې کتنه کې دافغانستان او فرانسې ترمنځ ددوستۍ دتړون دمفادو دتعقيبولو په باب  چې په  ٢٠١٢ ميلادي کال کې لاسليک شوى دى او دغه راز دافغانستان  دپناه غوښتوونکو او مهاجرينو دموضوع په باب هم خبرې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته