اقتصاد

دهند او افغانستان نوى نندارتون پرانستل شو.

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٣
دمحصولاتو په برخه کې د نوښت  ترعنوان لاندې نندارتون نن دافغانستان او هندوستان دشرکتونو دخاوندانو اوسوداګرو په ګډون په کابل کې جوړ شو.
دباختر آژانس خبرله مخې :  دغه نندارتون دکابل دسوداګرۍ  او صنايعو دخونو
له خوا دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي ادارې په مالي او تخنيکي ملاتړ او
په کابل کې دهند دسفارت په همغږۍ دافغانستان او هند ترمنځ دتجارتي اړيکو او پراختيا په مقصد جوړ شو .
په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې  وه دکابل دسوداګرۍ او صنايعو دخونې رييس مايل خيرخواه  خبرې وکړې او ويې ويل په تيرو څو کلونو کې په افغانستان کې دکورنيو او بهرنيو کلني  پانګه اچونه  زياته شوې  ده چې دکرنې ، روغتيا، کانونو  او توليداتو زياته پانګه  اچونه جذب کړې  ده.
په افغانستان کې دهند سفير امر سينها ددغه نندارتون د جوړولو هدف د دواړو هيوادونو ترمنځ ښې تجارتي اړيکې وبللې او ويې ويل  د دغو ښت ګيرۍ لارې چارې په هند وستان کې د زراعتي توليداتو د زياتوالي  په کليو او بانډو کې دښوونې او روزنې د پراختيا او دنري  رنځ دناروغۍ دخپريدو د مخنيوي سبب شوي دي  افغانستان هم له هندوستان سره دنوي کولو دمشارکت له  لارې کولاى شي دغه شان ښيګڼې او ګټې ترلاسه  کړي .
ده زياته کړه  : هيله لرم چې وکولاى شو له افغانستان سره په همکارۍ  کې په بيلابيلو اوضروري  برخو کې په دغه هيواد کې د هندي او دنورو  هيوادونو دپانګوالو پاملرنه  جلب کړو.
دغه راز دامريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې استازې ويليم امينګ وويل :  هند او
افغانستان تجارتي شريکان دي او له دغو اړيکو څخه ملاتړ ډير معقول کار دى او دغه اړيکې کولاى شي د دواړو هيوادونو داقتصاد دګړندۍ  ودې  په   لاره کې يو
ډير پياوړې بنسټ او اساس وي.
ده وويل : په دې نندارتون کې څلويښتو هندي او افغاني شرکتونو دکرنې ،لمريزې انرژۍ ، ښوونې او روزنې ، کانونو او دکوچنيو او منځنيو برخو کې دتخنيک او تکنالوژۍ  دڅانګو خپل محصولات  نندارې ته وړاندې کړي دي .
دغه نندارتون سبا هم دمينه والو پرمخ پرانستى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته