روغتیا

يو ملي سوداګر د هرات له عامې روغتيا رياست سره مرسته وکړه

کابل / د غويي ٣ مه / باختر
په دُبى کې د هرات يو خير غوښتونکي سوداګر د دغه ولايت له عامې روغتيا رياست سره د يوې اندازې روغتيايي توکو مرسته وکړه.
په دغو مرستو کې د ډاکټرانو لپاره ١١٠جوړې ساتنيزې جامې، دسکشې، ماسکونه او د ميکروب ضد توکي شته.
د هرات د والي مرستيال ټاکټر غلام داوود هاشمي په دغو حساسو شرايطو کې له کرونا ويروس سره د مبارزې په لاره کې د ملي سوداګر د ښه نيت او همکارۍ له امله په قدردانۍ سره له نورو سوداګرو او پانګه والو څخه يې هم وغوښتل چې په اوسني بحران کې دولت او خلک يوازې پرې نه ږدي او د خپل وس په اندازه مرسته وکړي.
دغه مرستې په دُبى کې د افغان سوداګر شمس الرحمن قاضي زاده له خوا په داسې حال کې د هرات د عامې روغتيا رياست ته ورکول کېږي چې په وروستيو ورځوکې له کرونا ويروس سره د مبارزې او له اړو خلکو سره د مرستې په برخه کې د ملي سوداګرو او پانګه والو ونډه زياته شوې ده.
قاضي زاده دغه راز (قول وطني) تر عنوان لاندې کمپاين لاندې د يو ميليونو افغانيو په ارزښت پر ٢٠٠ اړو کورنيو خوراکي توکي هم وېشلي دي.
ختم -ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته