خبرونهامنیت

ناپېژاندو کسانو په قندهار کې پر دوو تنو ډزې کړې دي

 کابل/ د سلواغې ۱۶ مه/ باختر

نن سهار ناپېژاندو وسله والو د قندهار په عیدګاه څلور لارې کې پر دوو تنو چې هویت یې نه دی څرګند ډزې کړي او سخت یې ټپيان کړي دي.

عیني شاهدان وايي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

ویل کېږي نن سهار ناپېژاندو وسله والو پر یو بل تن هم د قندهار ولایت مقام ته څېرمه ډزې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د قندهار ښار کې ملا امامان او نور خلک په هدفي بریدونو کې وژل کېږي، خو بریدګر یې نه معلومېږي.

پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته