سیاست

د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل / د وږي ۲۷مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن مازیګر په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې والیانو هم د ویډیو کنفرانس له لارې حضور درلود، جمهوررییس غني او د کابینې غړو هیله څرګنده کړه، تلپاتې سولې ته د رسېدو په موخه چې د افغان ولس ځنډنۍ هیله ده د سولې مشورتي لویې جرګې ټاکلو حدونو ته په پام سره به د سولې مذاکرات مثبتې پایلې ولري.

جمهوررییس غني د کابینې په غونډه کې نویو نوماند وزیرانو ته ښه راغلاست ووایه او د مخکېنیو وزیرانو د زیار قدرداني یې وکړه.

جمهوررییس په یونان کې میشتو افغان ک‌‌‌‌‌ډوالو سره د خواخوږۍ ترڅنګ، دوی ته د افغانستان دولت له بودجې څخه د شپږ سوه زره یورو مرستې د ځانګړي کولو په موخه، مالیې وزارت موظف کړ.

همداراز جمهوررییس د پروان ولایت کانال د پاکولو په خاطر د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د مدیریت او د جمهوري ریاست ملي پراختیاعملیاتي او ملاتړي واحد د عاجلو اقداماتو، قدرداني وکړه.

په همدې ترتیب جمهوررییس د هیواد په ولایتونو په ځانګړي ډول پروان ولایت کې وروستیو سېلاب ځپلو ته د رسېدګۍ په موخه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت دکارکوونکو او رهبري څخه مننه وکړه.

وروسته کابینې په هیواد کې د کرونا ویروس وضعیت د څرنګوالي په اړه د عامې روغتیا وزارت راپور تایید او اړوند وزارتونه یې د دغه وزارت د وړاندیزونو د تطبیق په موخه موظف کړل.

د کابینې غونډې د ۱۳۹۹ کال د (۱۱نه تر۱۵) مصوبو د تحقق د څرنګوالي راپور تایید کړ او وزارتونه او دولتي ادارې یې د راپور ورکولو بهیر د چټکتیا په موخه د باصلاحیته استازو د معرفي کولو په خاطر موظفې کړې.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې د جوماتونو، ښوونځیو، مسلکي لېسو، مدرسو، د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو، لیلیو، د ځانګړو قطعاتو او محابسو لپاره د ودانیو، ترانسپورټي ترمینلونو، د کرنې په موخه له ځمکې څخه د استفادې، قوریو، د کرنیزو تاسیساتو د جوړولو، د لمریزې او اوبو برېښنا د سب سټیشنونو، دولتي ادارو د ودانیو او ورزشي لوبغالو په خاطر د ۴۴ مورده عام المنفعه تاسیساتو د جوړولو په موخه د استفادې حق لېږد لپاره د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وړاندیزونه تصویب کړل.

وروسته په دولتي ادارو کې د برېښنایې تذکرو د وېش بهیر د پیل په اړه معلومات وړاندې شول، کابینې د احصائیې ملي ادارې پلان او وړاندیزونه تصویب کړل.

کابینې د کوکچه سفلی بیارغاونې پروژو (د ارچي سربندکانال، شهروان او د هغې د اړوندو کانالونو) زیانمنو ته د پام وړ پیسو د ورکړې مالي وجوه د وېش په موخه د پلاوي ګمارلو په خاطر د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې وړاندیز تصویب کړ.

کابینې همدا راز د امریکا متحدو ایالتونو د همکارۍ له مالي وجوه څخه د انرژۍ په برخه کې د خصوصي او عامه مشارکت څلورو پروژو راپور تصویب او اړوندې ادارې یې د مربوطه هوکړه لیکونو د لاسلیکولو په موخه موظفې کړې.

کابینې په پای کې د هیواد په (۱۵) ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله د رامنځته شویو تلفاتو او زیانونو په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د دفتر راپور تایید او اړوندې ادارې یې د دغه وزارت د وړاندیزونو د تطبیق په موخه د لازمو اقداماتو په خاطر، موظفې کړې.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته