سیاست

محمد کريم خليلي دغور ولايت له مشرانو مخورو او ځوانانوسره وکتل

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه
دغور ولايت يو شمير مشرانو ، مخورو او ځوانانو نن له غرمې وروسته دجمهوررييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل اوخبرې يې ورسره وکړې او خپلې ستونزې يې ورسره طرحې کړې.
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ: دکتنې برخه والو په دې ترڅ کې چې په غورولايت کې د يو لړ شتو سيمه ئيزو ستونزو په باب دجمهور رييس مرستيال ته معلومات ورکړل، دکابل _ چغچران _ هرات سړک دجوړولودبهيردګړندي کولوغوښتنه وکړه چې ددوى  دڅرګندونوله مخې، ددغه سړک  دکار په بشپړيدو سره به په مرکزي سيمو او اړوندو ولايتونوکې دخلکو دترانسپورتي ستونزو مهمه برخه  لرى شي او دافغانستان  په اقتصاد کې به  ښه بدلون رامنځته شي .
دوى دغه راز دغور ولايت دامنيتي ستونزو په باب خپلې انديښنې  څرګندې کړې  او په دې برخه کې يې  ددولت  او دامنيتي ځواکونو دزياتې پاملرنې غوښتنه وکړه .
په غور ولايت کې دبريښنا انرژي نشتوالي ، دپوهنې په برخه کې  داوسنيو ستونزو  لري کول او دغور ولايت  دجامع جومات جوړول  دبرخه والو نورې غوښتنې وې  چې دجمهور رييس  له مرستيال سره  طرحه شوې .
  دغور ولايت  مشرانو او سپين ږيرو  دهرات _ غور دالوتکو دټکټ دلوړې بيې له امله  دشکايت په ترڅ کې  ، دغه راز دافغانستان له دولت څخه وغوښتل چې دکابل غور  ترمنځ  دهوايي ترانسپورت دجوړولو په لاره کې  جدي اقدامات وکړي .
وروسته  دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي برخه والو ته  دښه راغلاست دويلو په ترڅ کې دکابل _ چغچران _ هرات  سړک دجوړولو دبهير  دګړندي کولو په باب  دهغوى  دغوښتنو په اړوند څرګنده کړه چې دولت ددغه سړک  دجوړولو او پخولو په کار کې  جدي دى او ددولت يو اساسي پروګرام دبنسټونو پراختيا ته پاملرنه ده .
  ده دغه راز زياته کړه چې له نيکه مرغه  دايټاليا او جاپان هيوادونو چې دافغانستان ددولت  ښه همکاران دي  له هرات څخه  تر چشت شريف  او له چشت شريف څخه تر چغچران پورې ددغه سړک  دجوړولو لګښت په غاړه اخستي دي او ددغه سړک  دپاتې برخې دتمويلولو په لاره کې هم  هلې ځلې  په بيړه دوام لري .
  دجمهور رييس مرستيال دبريښنا انرژي د پراختيا اوپرمختګ  يو اساسي  بنسټ وباله  او څرګنده يې کړه چې دغور ولايت او دافغانستان نور مرکزي ولايتونه  دهيواد داوبو دمنابعو سرچينې دي . او په دغه ولايت کې دبريښنا دبندونو دجوړولو لپاره  ښه زمينه مساعده ده .
ده هيله وکړه چې په نږدې راتلونکي کې په دغه ولايت کې دبريښنا دتوليد بند پرانستل شي .
دغه راز دجمهور رييس مرستيال دترانسپورتي او هوايي چلند په برخه کې دزياتو اسانتياو دبرابرولو په مقصد د داخلي  الوتنو په سمون باندې ټينګار وکړ اودغور ولايت په امنيتي برخو کې ددغه ولايت  دمشرانو دانديښنو په باب هم  وويل  چې په ټولو سيموکې  په تيره بيا  په غور ولايت کې  هيوادوالو ته دامنيت تامينول  دولت او امنيتي ځواکونو ته  يو لومړيتوب دى .
دجمهور رييس مرستيال دغې موضوع ته په اشارې سره چې په نوى فصل کې په بيلابيلو برخو کې  دافغانستان دخلکو  دترقي اوپرمختګ لپاره  ښه فرصت رامنځته شوي دي ، دغور ولايت  له عالمانو اوسپين ږيرو څخه وغوښتل چې دعلم اوپوهي  دزده کړې دپراختيا او داقتصادي فعاليتونو په برخه کې اوسنيو فرصتونو ته په پاملرنې سره  له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي .
دجمهور رييس مرستيال په دغه ولايت کې ځينو رامنځته شويو ستونزو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې  اختلاف او تفرقه  دافغانستان دخلکو دښمن دى او په غور ولايت کې دبيلابيلو  ميشتو قومونو او دافغانستان دخلکو ترمنځ يې  په يو والي او پيوستون باندې ټينګار وکړ .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته