امنیت

په قندهار ولايت کې ددوو تنو پاکستانيانو په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

 کابل باختر د تلي دولسمه :
دقندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې تيره شپه دافغان ځواکونو د عملياتو په بهير کې  ددوو تنو پاکستانيانو په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دقندهاردوالي ويندوى جاويدفيصل باخترآژانس ته وويل : دغه عمليات دطالبانو  له شتون څخه د پنجوايي ولسوالۍ د نا امنو سيمو دپاکولو په مقصدپيل شوي دي.
فيصل زياته کړه : په دې  عملياتوکې چې دپنجوايي ولسوالۍ دمشان او زنګ آبادو  په سيمو کې دافغان ګډ ځواکونو له خوا ترسره شول له امله يې د دوو پاکستانيو په ګډون  نهه تنه  وسله وال طالبان ووژل شول .
دقندهار دوالي ويندوى  وويل  :  په دغو عملياتو کې  امنيتي ځواکونو  اوملکي وګړو ته د سرزيان نه دى اوښتى  او دغه عمليات دطالبانو له شتون څخه  دپنجوايي  ولسوالۍ   دنا امنو سيمو تر بشپړ پاکولوپورې  دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته