خبرونهفرهنګ

د لوګر والي: د بنسټونو مسوولين مکلف دي چې اطلاعات د رسنيو په واک کې ورکړي

۲۳- کابل / د سلواغې ۱۳ مه / باختر
په هغې غونډه کې چې د لوګر د دولتي بنسټونو د رييسانو، د رسنيو د مسوولينو او ولسوالانو په ګډون جوړه شوه؛ د لوګر والي عبدالقيوم رحيمي وويل چې خبريالان په دغه ولايت کې اطلاعاتو د نه لاسرسي له امله شکايت کوي او وايي چې ځينې بنسټونه رسنيو ته د اطلاعاتو په ورکولو کې همکاري نه کوي.
په دې غونډه کې د لوګر د آزادو ژورنالیستانو ټولنې مسوول نورالله ستانکزي د دغه ولايت د خبريالانو د لارې پرسر پرته چلنجونه او ستونزې بيان کړې او زياته يې کړه چې يوشمېر بنسټونه له رسنيو سره د معلوماتو په شريک کولو کې همکاري نه کوي او رسنيو ته د اطلاعاتو په ورکولو کې د ملکي او پوځي بنسټونو د مسوولينو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په غونډه کې د لوګر د بنسټونو رييسانو ژمنه وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د قانون په چوکاټ کې له رسنيو سره هر اړخيزه همکاري کوي.
رحيمي د عامه ذهنونو په روښانه کولو او د نيمګړتياوو په څېړنه کې د رسنيو پر رول ټينګار وکړ او ويې ويل چې رسنۍ د خلکو او دولت ترمنځ د اړيکو د پله په توګه ارزښتناک رول لري او ټولې ادارې بايد د قانون په رڼا کې معلومات له خبريالانو سره شريک کړي.
په دې غونډه کې په داسې حال کې د خبريالانو ستونزې بيانېږي چې د لوګر ژورنالیستان اطلاعاتو ته د لاسرسي، اقتصادي او د امنيتي ګواښونو له ستونزو سره مخ دي او له دولت څخه غواړي چې د بيان آزادۍ او اطلاع رسونې د کاروان په پرمخ بيولو کې له خبريالانو سره مرسته او همکاري وکړي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته