خبرونهامنیت

په زابل کې ډاډمن امنیت خلک ژوند ته هیله من کړي

– کابل ، د غوايي ۸ ، باختر

زابلیان راتلونکي کوچني اختر ته خوشحاله دي او وایي چې د اسلامي امارت په راتګ سره له ډاډمن امنیت څخه برخمن شوي او خلک له لرو پرتو سیمو څخه په ډاډه زړه ښار ته راځي او د اختر لپاره جامې او نور وسایل پېري.

د دوی په خبره، مخکې چا زړه نه شوای ښه کولای چې ښار ته راشي او پېر وکړي؛ ځکه چې هیڅ امنیت نه و، هره ورځ به یوې کورنۍ یو غړی له لاسه ورکاوه چې له امله به یې د اختر په ورځ زیات شمېر کورنیو کې ماتم و.

یو تن نوراحمد وایي: (( اوس امنیت راغلی د اختر په موخه په ښار کې ګڼه کوڼه ده چې ورسره د دوی کارونه هم ښه شوي دي.))

یو بل تن خیاط قدرت الله وایي: (( د اسلامي امارت په راتګ سره امنیت راغلی او دوی ډير خوښ دی ځکه سوله، امن او امنیت دی چې له امله یې اختر ته خلک خوشحاله دي او ورسره د دوی کارونه هم ښه شوي دي.))

په ورته وخت کې امنیتي مسوولین وايي چې لا له مخکې يې د ښار په منځ کې د موټرو تګ راتګ بند کړی او په ټولو سیمو کې یې امنیتي تدابیر نیولي دي.

د زابل امنیه قوماندان مولوي محب الله ایوب اخند زاده وايي چې د ښار او ولسوالیو په ټولو سیمو کې امنیتي تدابیر نیول شوي او ټولو زابلیانو ته ډاډ ورکوي چې د دوی امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د خلکو په خدمت کې دي.

دا په داسي حال کې ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره په دغه ولایت کې د جنایي جرمونو او امنیتي پیښو کچه صفر شوې چې له امله يې  خلک خوښ دي او راروان اختر به په تېرو څو لسیزو کې لومړی اختر وي چې خلک به یې د خوښي په فضا کې ونمانځي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته