امنیت

په لوګر کې دڅارويو دحلالولو ځاى جوړ شو .

کابل باختر دچنګاښ څوارلسمه :
دڅارويو دحلالولو يو ځاى  پرون په  لوګر ولايت کې  ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
دباختراژانس دخبرله مخې ،  دڅارويو دحلالولو  دغه ځاى  دلوګر دوالي محمد حليم فدايي  ، دپل علم ښاروال  نصير احمد ليلي زي او ددغه ولايت  ددولتي ادارو درييسانو له خوا  په پل علم ښار کې  ګټې اخستنې ته وسپارل شو .
  دپل علم ښاروال وويل  چې دڅارويو دحلالولو دغه ځاى دپل علم ښاروالۍ  له بودجې څخه دکابو  شپږومليونو افغانيو په لګښت  دپل علم ښار  دمامورينو دکارتې په ساحه کې  ددرې سوه اتلس متره مربع  ځمکې په ساحه کې  په پاخه او اساسي ډول  په شپږو مياشتو کې جوړ شوى دى .
  ده زياته کړه چې ددغه ځاى دجوړولو موخه  په  ښار کې داستوګنې دفرهنګ  رعايتول ، دژوندانه  چاپيريال ساتنه او  دپل علم اوسيدونکو ته د ښو خدمتونو  وړاندې کول دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته