امنیت

د بريټانيا د دفاع وزارت د خپلو پوځونو ديو هليکوپټر راغورځيدل تائيدکړل

_ کابل باختردثوردمياشتې ٧ :
د بريټانيا د دفاع وزارت تائيدکړه چې د دغه هيواد د ځواکونو يو هليکوپټرپه قندهارکې راغورځيدلى دى .
ددغه وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په دغې هوايي پيښه کې ټول وژل شوي پنځه تنه پوځيان بريټانيايان وو.
په همدې حال کې د قندهار د والي ويندوى دواخان مينه پال وويل چې دغه پيښه  د قندهارولايت ته څېرمه په تخته سيمه کې دتخنيکي عوارضو له امله رامنځته شوې ده.
خو د آيساف په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغه هليکوپټر د راغورځيدو د علت د روښانه کيدو لپاره څيړنې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته