/کابل باختر د چنګاښ اتلسمه :
دفوتسال درمضان دجام سياليو پرون مازيګر په هرات ولايت کې په يوې لوبي سره دووام وکړ .
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختراژانس خبريال ته وويل: په دې لوبه کې داتحاد ټيم دڅلورو په مقابل کې په شپږو سره داستقلال ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالي چې په حذفي ډول پيل شوي دي ، څلور شپيتو ټيمونه پکې ګډون لري
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې ټاکل شوې ده ددغوسياليو په دوام نن مازيګر دعمر خيام ټيم دراهيان نور دکوثر ټيم دشاهين او د دوستانو ټيم دامام فخر له ټيمونو سره سيالي وکړي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ