کابل باختر د مرغومي درې ويشتمه :
په بدخشان ولايت کې دواوې ښوئيدنې په پيښه کې دوه تنه ووژل شول او يوتن بل ټپي شو .
دغه پيښه تيره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې دبدخشان ولايت دمايمي ولسوالۍ دافدون دکلي په څو ساحوکې واوره وښوييده .
دبدخشان ولايت سرپرست شاه ولي الله اديب دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې يوه ميرمن او يوځوان ووژل شول او يوبل ځوان ټپي شو .
په پرله پسې توګه دواورې ښوييدنې دبدخشان ولايت زياتې سيمې زيانمنې کوي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ