اقتصاد

په ميدان وردګو کې دموټرو دتګ راتګ ددريو پلونو دجوړولو کار پيل شو

-کابل باختر دوږي  شپاړلسمه :
دميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې دموټرودتګ راتګ ددريو پلونودجوړولوکار پيل شو .
  دباختراژانس دخبرله مخې، دغه پلونه دميدان وردګو  ولايت د کليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست له خوا دڅه ناڅه لسو مليونو افغانيو په لګښت  دميدان وردګو ولايت دجلريز او سيد اباد په ولسواليو او ددغه ولايت په مرکز کې جوړيږي  چې کار يې دروان کال ترپايه پورې بشپړيږي .
دميدان وردګو والي انجنير  زندي ګل زماني ددغو پلونو جوړول له ښار سره دکليو په پيوستون ، دکرنيزو محصولاتو په ليږدونه او دخلکو په تګ راتک کې مهم او ګټور وبلل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته