سیاست

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی قندهارته سفروکړ.

کابل باختردتلې دمياشتې ٣٠نيټه :
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی  پرون د قندهار د امنیې
قوماندان شهید جنرال عبدالرازق د فاتحې لپاره د قندهار ولایت ته سفر وکړ.
د پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی  مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې سفر کې د شهید عبدالرازق له کورنۍسره د غم شریکي لپاره له
پخواني جمهور رئیس سره قاضی ګل رحمان، عبدالجبار تقوا، ضرار احمد
عثماني، اسحق الکو، مولوی صاحب بلوڅ، حکمت خلیل کرزي، انجینر نبیل، وحیدالله شهرانی، شهزاده مسعود، ملا مجاهد، ارشاد احمدی،
احمد الله علیزي، حمید صدیق، حامد اکرم او سمیع الله سادات ملګرتیا کوله.
د دغه سفر په ترڅ کې پخواني جمهور رئیس د شهید عبدالرازق له کورنۍ،
دوستانو او د قندهار له یو شمېر مشرانو سره وکتل، د شهید رازق د
خدمتونو او میړانې ستاینه یې وکړه او د خپلې ژورې خواشینۍ  او  ډاډ ګیرنې  مراتب  دوی ته وړاندې کړل.
همداراز پخواني جمهور رئیس د شهید عبدالرازق له مور سره هم وکتل او د ډاډګیرنې تر څنګ یې هغې ته د لوی خدای له درباره د جمیل صبرهيله وکړه. پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته