ټولنه

وروستۍ ډله زيارت کوونکي د دوشنبې په ورځ حج ته ځي

کابل/باختر/ د زمري ۱۲ مه
د حج مراسم نږدې کېږي او وروستۍ ډله افغان زيارت کوونکي د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ سعودي عربستان ته ځي.
د باختر آژانس د خبرله مخې، د دوشنبې په ورځ ۳۰۰ زيارت کوونکي سعودي عربستان ته لېږدول کېږي.
د حج او اوقافو وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رييس ناصر الدين دريځ  باختر آژانس ته وويل: زيات شمېر زيارت کوونکي په څو الوتنو کې عربستان ته لېږدول شوي او د عربستان په لور وروستۍ الوتنه د زمري په ١٤ مه د دوشنبې په ورځ ترسره کېږي چې ۳۰۰ زيارت کوونکي عربستان ته لېږدول کېږي.
سږ کال ۳۰ زره افغان زيارت کوونکي د فرضي حج د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.
ختم-ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته