فرهنګ

په هرات کې دهېواد دخپلواکۍ دبېرته ترلاسه کولو دجشن لپاره تياري .

کابل باختر د چنګاښ ١٨مه :
دهېواد دخپلواکۍ دسلمې کاليزې جشن  په هرات کې په شانداره ډول او په بېلابېلو پروګرامونو سره به ونمانځل شي .
په داسې حال کې چې دخپلواکۍ دجشن او دفرهنګي اوونۍ دنمانځنې مقدمات او تيارى پيل شوي دي ، دهرات سيمه ييز مسوولين ټينګار کوي چې د دغه ملي مناسبت دنمانځنې  په خاطر به له ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي .
له دې سره جوخت دجمهوري رياست دچارو دادارې لوى رييس سيد وحيد قتالي اودسيمه ييزو ارګانونو، دښارواليو دچارو معين او سرپرست  عبدالباقي پوپل دويدو کنفرانس له لارې دهېواد دبېلابېلو  ولايتونو له واليانو اومسوولينو سره ولېدل  او دافغانستان  دخپلواکۍ  دبېرته ترلاسه کولو دسلمې کاليزې  دجشن په اړوند يې  خبرې وکړې .
په دې ويديو کنفرانس کې دهرات والي عبدالقيوم رحيمي ، دولايتي شورا مرستيال  توريالي طاهري ، دهرات ښاروال غلام حضرت مشفق ، دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سيد عثمان او يوشمېر نورو سيمه ييزو مقاماتو ګډون کړي و .
  ټاکل شوې ده په هرات  ولايت کې دنورو ټولنيزو او فرهنګي پروګرامونو ترڅنګ دهېواد دخپلواکۍ سلمه کاليزه يوه اوونۍ په خاص مراسم سره ونمانځل شي .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته