اقتصاد

دجمهوري رياست سرپرست د افغانستان د سوادګرۍ د خونو له مشرتابه هيئت سره وکتل

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٩
دجمهوري رياست سرپرست مارشال محمدقسيم فهيم نن له غرمې وروسته د افغانستان د سوداګرۍ د خونو له مشرتابه هيئت سره دخپل کار په دفترکې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د جمهوري رياست سرپرست په دې کتنه کې په اوسنۍ پيړۍ کې د سوداګرۍ د خونو رول ډير مهم وباله او ويې ويل چې دغه مرکز د دولتونو ترڅنګ د نړۍ له هيوادنو سره د سوداګرو په راکړې ورکړې پورې اړوندو چاروته سازمان ورکوي او له دې لارې دهيواد په اقتصادي وده کې کار کوي .
دجمهوري رياست سرپرست زياته کړه: په اوسنيو شرايطوکې دافغانستان د سوداګرۍ خونې هم په هيوادکې دغه شان رول ترسره کوي او له دې لارې خپلو ګرانو خلکو او هيوادته خدمت کوي .
وروسته دافغانستان دسوداګرۍ د خونو د مشرتابه هيئت يو تن غړي خان جان الکوزي د هيواد د اقتصادي حالت او په اقتصادي معاملوکې د افغانستان د سوداګرۍ د خونو دمقام او دريځ په باب خبرې وکړې او ددغه مرکز يولړ ستونزې يې د جمهوري رياست سرپرست ته وړاندې کړې.
دجمهوري رياست سرپرست د افغانستان د سوداګرۍ د خونو د مشرتابه هيئت غړو سره ژمنه وکړه چې ددغه مرکز د روانو ستونزو د حل کولو په باب به ممکن اقدامات وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته