خبرونهنړۍ

د غزې ملاتړ؛ تېر ماښام د نړۍ ځینې لوی ښارونه د لاریونونو شاهد وو

نړۍ، د وري ۱۲ مه، بهرنۍ رسنۍ

داسې حال کې چې نن یکشنبې په غزه کې د صهیونست ځواکونو د روانو ظلمونو ۱۷۷ مه ورځ ده او د ملکي فلسطینیانو د وژلو لړۍ لا هم روانه ده، تېر ماښام د نړۍ ځینې مشهور ښارونه لکه لندن، کراچۍ، بغداد او ځینې نور د غزې څخه د ملاتړ شاهدان وو او د اسرایلو پر ضد یې شعارونه ورکول.

دوی ژر تر ژره د دغې جګړې د پای ته روسولو غوښتنه کوله.

د غزې د روانې جګړې پر مهال یواځې په تېرو ۱۳ ورځو کې پر الشفا روغتون عملیاتو او چاپو کې ۴۰۰ فلسطینیان شهیدان شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

دغه راز په جګړه کې د ټولو فلسطیني شهیدانو شمېر نږدې ۳۳ زرو ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر هم تر ۷۵ زرو اوښتی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته