کابل باختر د وري اووه ويشتمه :
ددرونټي دبريښنا دبند ديوې دستګاه په ترميمولو سره دبريښنا په پرچاوي کې دکمښت هيلې زياتې شوي دي .
ټاکل شوې ده ددغه دستګاه په ترميمولو سره زياته بريښنا توليد او پرچاوي لږه شي .
د درونټې دبند له توليد شوې بريښنا څخه دننګرهار ولايت خلک استفاده کوي .
دننګرهار دبريښنا رياست مسوولين وايي چې دغه دستګاه دروسي انجنيرانو په همکارى ترميم کړې ده .
ددغې دستګاه په نشتوالي کې يو کال ددرونټې بند دبريښنا دتوليد کچه کمښت موندلې وه .
دننګرهار دبريښنا رياست عملياتي مرستيال حامدقريشي باختراژانس ته وويل چې ددرونټې بند دلومړى دستګاه په ترميمولو سره په دغه بند کې دبريښنا دتوليد کچه زياتېږي او پرچاوي به کمښت ومومي .
ختم_ج _( اکرم
4 د یوې دقیقې څخه لږ