١١-کابل باختر دمرغومي دويمه
په غزني ولايت کې دملي امنيت ځواکونو د طالبانو دچاوديدونکو توکو اوجنګي وسايلو د دوو زيرمو په کشفولو بريالي شوي دي .
درپوټونو له مخې، دغه دوه زيرمې دغزني له ښار او داندړو له ولسوالۍ څخه دکشفي اطلاعاتو له مخې دملي امنيت دځواکونو لاس ته ورغلي .
سيمه ئيز چارواکي وايي چې ددغوزيرمو دکشفولو په وخت کې طالبان په سيمه کې موجودنه وو .
له دغو زيرمو څخه په لسګونه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ، ماينونه ، توغندي ويشتونکي اوکلاشينکوفونه او پيکا ماشينګنې ترلاسه شوي دي .
دغزني دملي امنيت مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې طالبانو له دغو زيرمو څخه دتروريستي بريدونو په خاطر استفاده کوله .
په روان کال کې دا دطالبانو دوسلو اومهماتو دولسمه زيرمه ده چې دافغان ځواکونو له خوا کشفيږي .