کابل باختردتلي اتلسمه :
په روزګان ولايت کې نن د ماين د چاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي ووژل شول .
دغه پيښه د چارچينو ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه چې ديو کلي د ګڼ شمېر ماشومانوترمنځ ماين وچاوديد .
په روزګان کې د سيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندا ن باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې پيښه کې د يوماشوم په ګډون درې تنه ملکي وګړي ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
ده وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل او ويې ويل چې دپيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره عمليات پيل شوي دي .
د دغې پيښې مسووليت تراوسه پورې چاپه غاړه نه دى اخستى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ