امنیت

په کابل کې پرله پسې چاودنې

کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ١۲مه په کابل کې د درېيو پرله پسې چاودنوله امله يو تن ووژل شو او١٧ تنه نورټپيان شول. د باختر آژانس دخبرله مخې: لومړى چاودنه د خوشحال خان مينې په ساحه کې د حفيظ الله امين په کوڅه هغه کاستر موټر کې رامنځته شوه چې د استاد برهان الدين رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون محصلان يې ليږدول چې له امله يې موټر چلوونکى ووژل شو او ١٠ تنه نورټپيان شول . په داسې حال کې چې پوليس دپېښې په څيړڼې بوخت وو، بله چاودنه وشوه او درېيمه چاودنه د چاودنې سيمې ته د خبريالانو په نږدې کېدو سره رامنځته شوه . د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي تائيد کړه چې دغه چاودنې د مقناطيسي ماينونو زيږنده وې چې دپنځو تنو پوليسانو، يو خبريال او څلورو ښځوپه ګډون ١٧ تنه ټپيان شول . د لسو ورځو په کمه موده کې دا په کابل کې دويمه ډاراچوونکې چاودنې دي. يوه اوونۍ مخکې هم په ورته پېښه کې د کابل ښارد څلورمې ناحيې د (دهن باغ) په ساحه کې د حج او اوقافو وزارت ۱۰ تنه مامورين ټپيان شول. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته