نړۍ

هند دسوريې دبحران فعال کولو کې دروسيې ددريځ ملاتړ کوي .

نوي ډيلي  باختر دتلي پنځه ويشتمه :
دفرانسې خبري اژانس دشنبې په ورځ له هند څخه خبر راکړ . چې ددغه هېواد مشر دسوريې دجګړه ځپلې هېواد دبحران په حل کولو کې دروسيې  ددريځ ملاتړ کوي .
  ددغه خبر له مخې  دهند صدراعظم نارندرا مودي او دروسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين  پرون ددوو دوديزو تړون والو په توګه د هند دګوا ايالت په بنالويم ښار کې له خپلې  کلنۍ کتنې وروسته ديوې وينا په صادرولو سره دمسکو دسياسي او پوځي کړنو له مخې دسوريې دبحران دحل او فصل کولو غوښتنه وکړه ددغې وينا له مخې  دوى پرون په هندوستان کې له خپلې کتنې وروسته دتروريزم د ډولونو دغندلو په ترڅ کې د سوريې دځواکونو ترمنځ دپراخو خبرو او دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا دپريکړه ليکونو له مخې دسوريې  بحران  دسوله ئيز حل غوښتنه وکړه .
دوى په دې کتنه کې چې دپنځونويو څرګندو شويو اقتصادي  قدرتونو( بريکس)  دکلنۍ غونډې تر څنګ  ترسره شوه په همدې حال کې دبحران سوله ئيز حل ته درسيدو لپاره  په سوريه کې ددښمنيو دبندولو دمفکورې دپياوړتيا  په اړتيا باندې ټينګار وکړ .
دهند صدراعظم  په دې وينا کې  ټينګار وکړ چې نوى ډيلى دبحران دسوله ئيز حل لپاره دمسکو ددريځ ملاتړ کوي
دبريکس غونډه دشنبې له ورځې څخه ددوو ورځو لپاره دبرازيل روسيې ، چين ، جمهوري افريقا ، هند ، بنګله ديش ، نيپال ، بوتان ، سريلانکا او دتايلند دهېوادونو دمشرانو په ګډون په ګوا کې جوړه شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته