کابل باختر دوږي ديرشمه :
په ننګرهار ولايت کې تېره شپه په يوه ترافيکي پيښه کې د دوو ورونو په ګډون درې تنه ووژل شول .
دغه پيښه دجلال آباد-تورخم په لويه لاره کې هغه وخت رامنځته شوه چې دوو موټرو په داسې حال کې چې يو دبل مخالف روان و؛ ټکر وکړ.
د ننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې پيښه کې د دوو ورونو په ګډون درې تنه ووژل شول .
خبرځاى دچلوونکو ګړنديتوب او دهغوى بې پروايي ددغې مرګاڼي ترافيکي پيښې اصلي سبب وباله .
ديوبل خبر له مخې: په ننګرهار ولايت کې په شپږو ترافيکي پيښوکې يوتن ووژل شواو شپږ تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښې په تيرو ٢٤ ساعتو کې په دغه ولايت کې رامنځته شوې دي .
په ننګرهار ولايت کې روغتيايي چارواکو د دغو پيښو د ټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي بللى دى .
1 1 دقیقه لوستل