ټولنه

دسېلاونو دراوتلو له امله په زيانمنو شويو کورنيو مرستې وويشلې شوې .

کابل باختر دوري اوولسمه :
په سرپل ولايت کې دسېلاونو دراوتلو له امله يوسلو پنځوسو زيانمنو شويو کورنيو نن مرستې ترلاسه کړې .
  دسرپل ولايت مرستيال او سرپرست  عبدالمالک  عظيمي باختراژانس ته وول چې په دغو کورنيوله پيښو سره دمبارزې رياست او د اي او ام او دډبليو اف پي او له ماشومانو سره دملاتړ  ددفترونوله لوري خوراکي توکي او لګښتي مالونه وويشل شول .
عظيمي زياته  کړه چې دغه مرستې دهغو کورنيو لپاره چې خپل هرڅه يې له لاسه ورکړي دي کافي نه دي او زياتو مرستو ته اړتيا لري چې دسيمه ئيز حکومت له ځواکمنۍ  څخه وتلي کار دى .
له بلې خوا هم يوشمير  زيانمنې شوې کورنۍ له حکومت څخه غواړي چې ددغو مرستو تر څنګ دې ددوى په سيمو کې  دساتنيزو ديوالونو دجوړولو زمينه  هم برابره  کړي ځکه هرکال دوى دپسرلي په فصل کي زيانمن کېږي .
  ختم_ ف _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته