سیاست

په کابل کې نړيوال کنفرانس جوړ شو

کابلباختر د سرطان ١٢
دتوکيو په نړيوال کنفرانس کې د افغانستان د حکومت او د نړيوالې ټولنې د ژمنو دعملي کولو په مقصد نن د افغانستان د حکومت د جګپوړو مقاماتو او د اووپنځوسو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون په کابل کې يو نړيوال کنفرانس جوړ شو.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دکنفرانس په پيل کې د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول، د ماليې وزير ډاکترعمر زاخيلوال او د ملګرو ملتو د سازمان ځانګړى استا زى په افغانستان کې په بيلا بيلو برخوکې د چلنجونو او پرمختګو نو يادونه وکړه.
زاخيلوال د خپلو خبرو په يوه برخه کې د کابل بانک بحران ته اشاره وکړه او وې ويل چې ددغه بانک د پيسو او د جايدادونو د ترلاسه کولو لپاره يې اقدامات کړي دي.
د ده دڅرګندونو له مخې: ددغه بانک نغدې پيسې او جايدادونه چې تراوسه پورې ترلاسه شوي دي؛ درې سوه پنځه اويا مليونو ډالرو ته رسيږي.
دماليې وزير د نړيوالې ټولنې د مرستو د لګښتونو د څرنګوالى په باب وويل: دې ته اړتيا ده هلې ځلې وشي چې دغه مرستې د افغانستان د حکومت د بودجې له لارې ولګول شي.
له بلې خوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتو دسازمان ځانګړى استازى وويل چې ددغه هيواد حکومت دې بايد د آزادو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کولو، د بشر دحقوقو او د ښځو د حقوقو د تامينولو او له فساد سره د مبارزې په لاره کې خپلې ژمنې عملي کړي.
يان کوبيش په افغانستان کې له فساد سره په زياتې مبارزې باندې ټينګار وکړ او وې ويل چې دا کار په دغه هيوادکې د نړيوالو مرستو او د خصوصي برخې د پانګونې د دوام لپاره مهم دى.
ده د فساد د مخنيوى په لاره کې د حکومت د وروستيو اقداماتو هرکلي وکړ او وې ويل چې له فساد سره مبارزه د دونرونو او د خصوصي برخې دپانګې اچونې د ډاډ دترلاسه کولو لپاره زياته اغيزه لري.
دتوکيو کنفرانس د جاپان په کوربه توب د تيرکال دجولاى د مياشتې په اتمه نيټه جوړ شو.
په دې کنفرانس کې مرستندويو هيوادونو په يولړ شرايطو سره ژمنه وکړه چې په راتلوونکو څلوروکلونوکې له افغانستان سره دڅه دپاسه شپاړس ملياردو ډالرو مرسته وکړي.
ددغې غونډې په پاى کې د بهرنيو چارو اوماليې وزيرانو، له نړيوالوځواکونو څخه افغان ځواکونو دامنيتي مسوليتونو د ليږدونې د خپلواک کميسيون رييس ډاکتر اشرف غني احمدزي او د ملګرو ملتو د سازمان استازى په يوه خبري غونډه کې ددغه کنفرانس د خبرو وړ موضوع په باره کې خبريالانو ته معلومات ورکړل اود هغوى پوښتنوته يې ځواب ووايه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته