متون باختر د وږي د میاشتې ۲۷ مه
د خوست استیناف محکمې ته د لوی څارنوالۍ د پرمختيايي بودیجې په مټ د ۳۴ ميليونو افغانيو په لګښت ودانۍ جوړيږي.
د خوست والي حکم خان حبیبي باختر اژانس ته وویل چې دغه ودانۍ د نورو اړينو ملحقاتو ترڅنګ شل اداري خونې لري چې په اتلسو میاشتو کې به يې د رغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
حبيبي وايي : د دغې ودانۍ په مټ به وکولای شوو، هغه ستونزې چې مخکې د استيناف څارنوالۍ کارکوونکي ورسره مخامخ وو، حل شي.
پای/وصال