فرهنګ

دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي ١٧٢ دوسيې څيړلې کيږي .

کابل باختر دزمري يو ديرشمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو معين  فاضل سانچارکي او د رسنيو او دحکومت  دګډې کميټې  مرستيال  فهيم دشتي  نن  په يوه غونډه کې ددغې کميټې دکړو وړو په باره کې  معلومات ورکړل .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دې غونډه کې چې دحکومت  درسنيو په مرکز کې  جوړه شوې وه  ،  فاضل سانچارکي ددغې کميټې  دکړنو په باره کې  معلومات ورکړل او وي ويل چې درسنيو او حکومت  دګډې کميټې  دجوړيدو له وخت څخه تراوسه پورې لس مياشتې  تيريږي او په دې موده کې دخبريالانو د دوسيو او دنورو بيلابيلو پيښو  دڅيړنې په چارو کې يې ګټور او رغنده کارونه  ترسره کړي دي .
  ده زياته کړه چې دتاوتريخوالي  ددوسيواو دتاوتريخوالي دمواردو دڅيړنې تر څنګ دنورو مسئلو په باره کې هم  دغې کميټې  داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره مرسته کړې ده .
  دغه راز  سانچارکي  رسنيو ته  په تيره بيا  داستخدام ، معاش ، رخصتى او دنورو حقوقو په لحاظ دخپلو کارکوونکو  په وړاندې او دغه راز دمالياتو له پلوه  له حکومت څخه ديوشمير رسنيو دپورولي والي په وړاندې درسنيو دخاوندانو دمکلفيتونو او له مالياتو څخه ديوشمير رسنيو دمعاف کيدو په خاطر دهلوځلو په برخه کې  درسنيو دفعاليت  دڅرنګوالي دمقررې په باب  معلومات ورکړل .
ده په اطلاعاتو دلاسرسۍ په برخه کې او په دې اړوند دروزنيزو پروګرامونو دجوړولو په لاره کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دهڅو او هاند په اړوند هم  توضيحات وړاندې کړل .
دغه راز درسنيو او دحکومت  دگډې کميټې مرستيال  فهيم دشتي هم  ددغې کميټې  دفعاليت  دڅرنګوالي په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل  چې په  تيرو لسو کلونو کې  دهېواد په يو ديرشو ولايتونوکې  درسنيو او حکومت  ګډې کميټې  جوړې شوي دي او يوازې  دباميانو  ، زابل او تخار په ولايتونوکې يې تراوسه پورې  په فعاليت  پيل نه دي کړي .
  ده وويل  چې په کابل کې  درسنيو او حکومت  ګډه کميټه  دجمهوري رياست ددويم مرستيال  قانونپوه سروردانش په مشري او درسانه يي بنسټونو او دخبريالانو فدراسيون  په شپږو غړو سره  فعاليت کوي .
دشتي څرګنده کړه  چې په ټوليزه توګه  له  ٢٠٠١ميلادي کال  څخه تراوسه پورې  دخبريالانو او درسانه يي کارکوونکو پرخلاف  زر مورده  تاوتريخوالي ثبت شوى دى او په دووجلا جلا څيړلو کې چې ترسره شوي دي  يوځل ٤٢١ مورده يې  د تعقيبولو وړ  تشخيص شول  او په هغې وروستي  غونډه کې چې دکورنيو چارو وزارت ، دملي امنيت دلوى رياست او داړوندو بنسټونو له استازو څخه جوړه شوه  هغه دوسيې  چې جزئيات يې  بشپړ شوي دي  او دتعقيبولو وړ دي  ١٧٢دوسيې  مشخصه شوې چې ټاکل شوې ده  په هغې غونډه کې  چې سبا اويا بل سبا جوړه شي  په دې برخه کې زيات معلومات ورکړى شي .
  ده وويل  چې له دريو مياشتو راپديخوا  هغه تاوتريخوالي چې دخبريالانو او درسنيو د کارکوونکو پرخلاف  رامنځته شوې دي  په يوه وخت کې څيړلې شوي دي .
  دغه راز ده څرګنده کړه چې دخبريالانو  دملاتړ په  خاطر  په پام کې دى چې په هېواد کې  اته  خوندي خونې  جوړې شي او دژورناليستانو دملاتړ دصندوق دجوړښت  په بدلون سره هم  دژورناليستانو په خدمت کې وي .  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته