امنیت

په افغانستان کې د دريو تنو قوماندانانو او د لسو تنو طالبانو وژل کيدل

کابل  باخترد  وري  دمياشتې  ٥ :
دطالبانو درې تنه قوماندانان له لسو تنو نورو سره په افغانستان کې د يولړ پوځي عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
په دغوطالبانو تېره شپه او نن سهار د هلمند د سنګين، د قندهار د ارغنداب  او د غزني د ده يک د ولسواليو او د ارزګان د ترينکوټ  او د فارياب د ميمنې ښار په مربوطاتوکې بريدونه وشول او ووژل شول.
باخترآژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبراکړ: يوشميريې په خپلو  پټنځايونو کې د يولړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو چې دافغان او د ناټو دګډو ځواکونو له خوا پرې بريدونه وشول او و وژل شول.
ناټو وايي: په دغو عملياتوکې وژل شويوقوماندانانو په خپلوسيموکې د جګړه مارانو د ډلې مسووليت په  غاړه درلود.
خبرپاڼه زياتوي چې ددغو عملياتو په بهيرکې د وسله وسله والو طالبانو درې ډيپوګانې هم ترلاسه شوې دي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته