فرهنګ

استاد عبدالرشيد ماشينى وفات شو

کابل باختر دسلواغې ١٠ نيټه :
دملي راډيو ټلويزيون دموسيقۍ دتوليد د آمريت پخوانى  کارکوونکى استاد عبدالرشيد ماشينى پرون داتيا کلنۍ په عمر په کابل کې وفات شو.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛  داستاد عبدالرشيد ماشينى دجنازې دښخولو په مراسمو کې  چې پرون دکابل په شهداى صالحين  کې خاورو ته وسپارل شوه ، دموسيقۍ دزده کړې رئيس استاد محمداحسان عرفان ،  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت يوشمير رئيسانو  او دارواښاد خپلوانو، دکورنۍ غړو ، مينه والو  او دهېواد يوشمير هنرمندانو ګډون کړي وو.
استاد عبدالرشيد ماشينى داستاد درى  لوګري زوى ، اتياکاله  مخکې دلوګر ولايت  دمحمداغې ولسوالۍ  په ده نو کلي کې  وزيږيد اودموسيقۍ لومړۍ  زده کړې يې  له خپل پلار څخه ترلاسه کړې.
ارواښاد استاد ماشينى  دهېواد دمشهورو سررنده غږوونکو او دملي راديو ټلويزيون دموسيقۍ دتوليد آمريت پخوانى کارکوونکى و چې  څه ناڅه پنځوس کلونه يې له دې لارې دهېواد  دموسيقۍ هنر ته  خدمت وکړ.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مشرتابه   داستاد عبدالرشيد ماشينى دمړينې له امله  دارواښاد  کورنۍ ، خپلوانو ، مينه والو او دهېواد دموسيقۍ دهنر ټولنې ته  ډاډګيرنه وايي او دخپلې خواخوږۍ او غمشريکۍ مراتب  څرګندوي او  ارواښاد ته د  الله (ج )  له  دربار څخه دفردوس  جنت اوپاتې کسانو ته يې                  دجميل صبر هيله کوي.
د ارواښاد استاد عبدالرشيد ماشينى  فاتحه نن دسه شنبې په ورځ  دده دکورنۍ له خوا له يوې نيمې بجې څخه  تر درې نيمو بجو پورې  دکابل ښار  دسيدنور محمدشاه مينې  په دريم سړک کې   دحصرت محمد مصطفي (ص)   په  جا مع جومات کې  اودښځو فاتحه دارواښاد په کورکې اخيستل کيږي.
پاى ج ذ

                                                    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته