سیاست

محمديونس قانوني د جمهوري رياست له سلاکار وزير او دکرکټ بورد له لوى رييس شهزاده مسعود سره وکتل.

کابل باختردوري دمياشتې ٢٤ :
دجمهوري  رياست لومړي مرستيال محمد يونس قانوني   دجمهوري رياست دمقام
له سلاکار وزير او دکرکټ بورد له لوى رييس  شهزاه مسعود اودافغانستان دکرکټ دادارې له غړو  سره دصدارت دګلخانې په ماڼۍ کې  وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال  په داسې  حال کې  چې  دافغانستان دکرکټ بورددادارې له مشرتابه هيئت سره دکتنې له امله خوښي څرګنده کړه هغوي ته په خطاب وويل  چې تاسو  دنړۍ په هېوادونو کې  دخپل هېواد دبيرغ د رپولو  وياړ وګاټه او زموږ دخلکو ظرفيتونه مو نړيوالو ته  وښودل .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دورزش په ډګر کې  زموږ دخلکو برياليتوبونو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه  که چيرې په تيرو ديارلسو کلونو کې زموږ دخلکو برياليتوبونه څو مشخصې ولري يوه يې  دورزش  په برخه کې  زموږ برياليتوبونه دي.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال هغه ورزشکار ځوانان چې دهيواد  دکرکټ په ټيم کې  خوله تويوي   دخلکو   دسرلوړۍ سبب وبلل او څرګنده يې کړه چې دهيواد دفوټبال ملي ټيم هم  چې  زموږ دهيواد له ځوانانو څخه انتخاب شوي دي ځلانده برياليتوبونه لري چې زموږ دوياړ سبب  دى .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال ځوانان رغنده او مخکښ نسل وباله او زياته
يې کړه  چې په ټولو برخو کې دځوان نسل د ترقۍ اوپرمختگ په برخه کې پانګونه په  حقيقت کې دافغانستان دځلانده راتلوونکې لپاره پانګونه ده .
په دې  کتنه کې دجمهوري رياست دمقام سلاکار وزير او دافغانستان دکرکټ بورد   لوى رئيس شهزاده مسعود  په لنډمهال کې دافغانستان دکرکټ دملي ټيم ځلښت  زموږ دخلکو يو برياليتوب وباله او  ويې ويل  چې دافغانستان دکرکټ ملي ټيم تراوسه پورې درې  ځلې  دکرکټ په نړيوالو سياليو کې ګډون کړي دي  چې کيداى
شي  زموږ ټيم ته دښو پرمختګونو زيرې ورکوونکى وي .
دافغانستان دکرکټ دملي ټيم يو غړى هم دهېواد دکرکټ دملي ټيم دغړو په استازيتوب  خبرې وکړې او ويې ويل  چې زموږ دکرکټ ملي ټيم  اوس دنړۍ دهېوادونو ترمنځ دولسم مقام ګټلى دى .
ده زياته کړه  موږ  هوډمن يو  چې  په هلوځلو او ښيې لوبې سره په راتلوونکې کې  له دغه مقام څخه هم تير شو او لوړو درجو ته ورسيږو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته