فرهنګ

داعلانونو د نامنظمو او غيرمعياري تابلو ګانو او لوحو په اصلاح باندې ټينګاروشو

– کابل/ د سلواغې١٣مه/ باختر 
دلوحو او داعلانونو دتابلوګانو داصلاح دکمېسيون په غونډه کې چې نن دکابل ښاروالۍ  دلومړۍ ناحيې په رياست کې جوړه شوه ، داعلانونو دنامنظمو او غيرمعياري تابلوګانو او لوحو په اصلاح باندې ټينګاروشو.
دباختراژانس دخبرله مخې ؛ په دې غونډه  کې چې دکابل ښاروالۍ دلومړۍ ناحيې درييس  اجمل رووفي او داعلانونو دتابلوګانو او لوحو داصلاح دکمېسيون دغړيو په شتون جوړه شوه  دکابل ښاروالۍ د لومړۍ ناحيې په مربوطاتو کې داعلانونو دنامنظمو او غيرمعياري تابلوګانو او لوحو داصلاح په اړوند خبرې او ټينګار وشو .
دغه راز داعلانونو دتابلوګانو او لوحو داصلاح لارښود دلومړۍ ناحيې درياست په واک کې   ورکړ شو چې  په دوکاندارانو ، سوداګريزو شرکتونو او په نورو  لوحو لرونکو وويشل شي تر څو په هغه صورت کې چې  لوحې يې نامنظمې اوغير معياري وي د ١٥ ورځو په بهير کې دهغو په اصلاح کولو لاس پورې کړي.
دغه راز په دې غونډه کې ټينګار وشو چې له دغه مهلت څخه وروسته  دلوحې لرونکو      د سرغړونې په صورت کې دهغوى غيرمعياري او نامنظمې لوحې به  دهيئت کمېسيون       له اړوندې ناحيې سره په همغږۍ کې راټولې کړي .
په همدې ترتيب داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت استازي او  دلوحو او داعلانونو دتابلوګانو  داصلاح دکمېسيون منشي  محمد کبيرسلطاني څرګنده  کړه چې دغه کمېسيون د افغانستان دجمهوري رياست  دحکم پربنسټ  په علمي او معياري ډول او دهېواد درسمي او بومي ژبو   په ساتنې سره  دلوحو او داعلانونو دتابلو ګانو داصلاح په خاطر جوړ شوى دى.
هغه زياته کړه چې په دې کمېسيون کې  دکورنيو  چارو  ، عامې روغتيا ، مخابراتو او معلوماتي  تکنالوجۍ او دسوداګرۍ او صنعت د وزارتونو او دغه راز دملي امنيت دلوى رياست او دافغانستان دکسبګرو دملي  اتحاديې استازي شامل دي،.
دغه راز په دې غونډه کې دکابل ښاروالۍ دلومړۍ ناحيې رييس  هم په خبرو کې ژمنه وکړه  چې ددغې ناحيې په  مربوطاتو کې دغيرمعياري او نامنظمو لوحو داصلاح په برخه کې به د لوحو او داعلانونو دتابلوګانو داصلاح له کمېسيون سره له هيڅ راز همکارۍ څخه ډډه ونکړي.
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته