سیاست

داسلام اباد په غونډه کې دطالبانو او دافغانستان دحکومت ترمنځ دمستقيمو خبرو په اړتيا ټينګار .

کابل باختر د مرغومي دوه ويشتمه :
پاکستان پرون  دسولې دخبرو دبيا احيا کولو او دخبرو ميزته  دطالبانو  دراکښلو په موخه  ديوې څلور اړخيزې  غونډې  کوربه و .
  ددغې غونډې  برخه والو دافغانستان دحکومت  اوطالبانو ترمنځ دمستقيمو  خبرو په  بيړنۍ اړتيا ټينګار  وکړ .
داسلام اباد په غونډه کې  دافغانستان دبهرنيو  چارو وزارت سياسي معين  حکمت خليل کرزي ، دپاکستان  دصدراعظم دبهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيزاو ددغه هېواد دبهرنيوچارو وزارت سياسي معين اعزاز احمد چوهدري  دافغانستان او پاکستان  لپاره د امريکا دمتحده ايالاتو ځانګړي استازي ريچارد ولسون   او په افغانستان کې دچين دولسي  جمهوريت سفير  دينګ شيون  برخه لرله .
ددغو څلورو  واړو هېوادونو مقاماتو دغونډې په پاى کې  په يوه ګډه اعلاميه کې  وويل  چې برخه والو  له ډيل پرته  دسولې په بهير کې دافغانستان دحکومت او دطالبانو دډلو داستازو  ترمنځ دنيغ په نيغه خبرو په اړتيا ټينګار وکړ چې موخه يې   دوحدت ، دملي واکمنۍ دحق او دافغانستان دځمکنۍ بشړتيا ساتنه ده .
  داسلام  اباددغونډې په ګډه اعلاميه کې  ويل شوي دي:  دغه  څلور اړخيزه  ډله به دسولې د خبرو دنقشې په باب خپلې  راتلوونکې خبرې دروان کال دمرغومي دمياشتې  په ٢٨ نيټه په کابل کې ترسره کړي .
ځينو کارپوهانو هيله کړې ده چې ښايي  دچين  او دامريکا دمتحده ايالاتو دمقاماتو ګډون دکابل او اسلام اباد  ترمنځ په بې باورۍ دبرياليتوب سبب شي خو لاتراوسه پورې جوته نه ده چې آيا طالبان دسولې دخبرو ميز ته  حاضريږي او که څنګه .
دغې ډلې ددوشنبې په خبرو کې برخه نه لرله .
  دپاکستان دصدراعظم دبهرنيو چارو  سلاکار سرتاج عزيز ددغې  غونډې په پرانستوونکي وينا کې وويل: دسولې دبهير لومړۍ موخه دداسي شرايط برابرول دي چې دطالبانو ډله دسولې دخبرو ميز ته راوکاږي او هغوى ته ددې انګيزه ورکړى چې له تاوتريخوالي څخه په لرې والي متقاعدې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته