کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٧
په جوزجان ولايت کې دسيند د اوبو دځپانده کيدو او دهوا دسړښت له امله له زيانمو شويو کورنيو سره مرسته وشوه.
په دغو مرستو کې خوراکي توکي ، ژمنۍ جامې او دکور لوازم شته چې ددغه ولايت له پيښو سره دمبارزې د تياري د ادارې او د تيز فند دغيرحکومتي موسسې له خوا برابر شوي دي.
د جوزجان ولايت له پيښو سره د مبارزې دتيارې د ادارې رييس انجينير
عزيز الرحمن ايماق باختر آژانس ته وويل : په دې دوره کې دجوزجان ولايت دمرکز شبرغان ښار په اتو سيمو کې له ٣٢ کورنيو سره شوي دي.
ده وويل ، دغه کورنۍ دهوا دسړښت او يا دسيند د اوبو دځپانده کيدو له امله
د دوى کورونه ويجاړ شوي دي.
په همدې حال کې دجوزجان د والي مرستيال عبدالرحمن محمودي وايي په جوزجان کې له زيانمنو شويو کورنيو سره د مرستې مواد کليوالۍ سيموته په لاره کې دي چې په اړو کسانو وويشل شي.
يواز په تيرو دريو ورځو کې د هوا دسړښت له امله په جوزجان کې دښخو او ماشومانو په ګډون شل تنه ووژل شول.
0 1 دقیقه لوستل