سیاست

جمهور رئیس غني په کابل کې له یو شمېر مېشتو سفیرانو سره وکتل

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د امریکا متحده ایالتونو، المان، ترکیې، کاناډا، ناروې، فرانسې، جاپان اوله انګلستان سفیرانو او د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي استازي او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له سفیر سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د دغو هېوادونو سفیرانو د احمدخان ایشچي د موضوع په اړه د هر اړخیزو څېړنو په باب د حکومت د موقف هرکلی او د ملاتړ اعلان وکړ. هغوی د هر اړخیزو او بې طرفانه څېړنو او د شفاف حساب ورکولو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه او د قانون په حاکمیت یې ټینګار وکړ.
جمهور رئیس په دې کتنه کې وویل، لکه د حکومت په رسمي موقف کې چې یادونه شوې، حکومت به د احمدخان ایشچي موضوع د عدلي او قضایي ارګانونو له لارې په هر اړخیزه توګه وڅېړي.
هغه زیاته کړه، حکومت  د اسلامي ارزښتونو، اساسي قانون او د هېواد د ټولو نافذه قوانینو د حکمونو او د بشري حقوقو میثاقونو پر وړاندې د افغانستان د ژمنو مطابق د وګړو د ژوند، انساني کرامت او مصئونیت ساتنه له خپلو اساسي مکلفیتونو څخه ګڼي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته