کابلباختر د زمري٢٥مه
په قندهار کې د پوځيانو په نويو بريدونو کې اته وسله وال طالبان ووژل شول.
ځايي چارواکي وايي چې پر دغو طالبانو تېره شپه د ميوند ولسوالۍ په ځينو سيمو کې بريدونه شوي دي.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل، چې په بريدونو کې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وويل: وسله وال طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريدونه پرې وشول.
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ