امنیت

يوه ډله وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .

کابل باختر دزمري  دويمه :
يوه ديرش کسيزه ډله  وسله وال طالبان پرون دفارياب ولايت دملي امنيت دمنسوبينو دهڅو او هاند له امله دسولې له بهير سره يوځاى شول .
  دفارياب ولايت  دملي امنيت درياست دمطبوعاتي دفتر مسوول غلام سخي باختراژانس ته وويل چې دغو وسله والو طالبانو دسراج الدين په قوماندانۍ ددولت دتګلارې  په ريښتنولى باندې په پوهيدو سره دفارياب ولايت دپشتون  کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .
  ده څرګنده کړه چې دغې ډلې يوه پيکا ، دوه توغندي ويشتونکي او اووه ويشت کلاشينکوفونه هم دولت ته سپارلي دي .
غلام سخي زياته کړه چې دغې ډلې ته دملي امنيت رييس دسولې دشورا رييس اوځينو دولتي مقاماتو هرکلۍ ووايه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته