ټولنه

په ننګرهارکې یو کس د غره ښوييدنې له امله ووژل شو

کابل/ د کب ١۸مه/ باختر
یو تن په ننګرهارکې د غره ښوييدنې له امله ووژل شو.
په دې پېښه کې یو بل کس ټپی شوی دی.
یوشمېر کسان پرون ناوخته په کامه ولسوالۍ کې له کج مار غره څخه تېرېدل چې په ناڅاپي ډول یوه برخه یې ونړېده.
د ننګرهار د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې پېښه کې یو تن وژل شوى او يو بل ټپى شوى دى.
کلونه کلونه کېږي چې په دې ولسوالۍ کې د کج مار غره ځينې برخې نړېږي.
سیمه ییزو مسوولینو د کلي اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی دی چې د دغه غره په لمنو ژوند او تګ راتګ ونه کړي.
ختم /ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته