کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
په بغلان ولايت کې نن غرمه په يوه ترافيکي پيښه کې دوه تنه ووژل شول .
د بغلان ولايت د ترافيکو لوى مدير سمونوال احمدشاه خوشي وال د باخترآژانس خبريال ته وويل: د بغلان ولايت د ملي امنيت د منسوبينو دسپرلۍ يو موټر په پلخمري ښارپورې اړوند د ترافيکي دوه سړکې په ساحه کې له واټ څخه ووت او چپه شو چې له امله يې موتر چلوونکى له يوې سپرلۍ سره ووژل شو.
خبرځاى وويل: د دغې پيښې اصلي علت په ترافيکي قوانينو نه پاپندي، دقوانينو نه رعايتول او په ترافيکي لارښونو او نښو نښانو دچلوونکونه بلدتيا او له بله پلوه هم د واټونو د سور کمښت او په دغه ولايت کې له اندازې څخه زيات دترافيکي وسايطوګنه ګوڼه ده.
0 1 دقیقه لوستل