کابل باختر دلړم دمياشتې ٢٣
په دايکنډي ولايت کې پرون د دوو تنو سيمه ييزو قوماندانانو ترمنځ جګړه کې يو سيمه ييز قوماندان ووژل شو .
د دايکنډي ولايت ويندوى محمد انورقاسمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دايکنډي ولايت د اشترلى ولسوالۍ سيمه ييز قوماندان فصيح د قوماندان موسى له افرادو سره په جګړه کې وژل شوى دى.
د خبرځاى د څرګندونوله مخې: اوس هم د دغو قوماندانو د افرادو ترمنځ جګړه دوام لري.
1 د یوې دقیقې څخه لږ