ټولنه

په کابل ښار کې دواټونو تړل کيدو په مليونونو ډالره تاوان اړولى دى .

کابل باختر د غبرګولي يو ويشتمه :
دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو دخونو مرستيال خانجان الکوزي وايي که چيرې  په کابل ښار کې اوسنى حالت او تاوتريخوالي پاى ته ونه رسيږي  په هېواد کې دسوداګرۍ حالت به لاپسې  خراب شي .
دباختراژانس دخبرله مخې، دافغانستان دسوداګرۍ او صنايعو د خونو مرستيال رسنيو ته وويل چې دبازارونو دتړل کيدو په علت خصوصي برخو ته په ورځ کې کابو دوه مليونه ډالره تاوان اوښتى دى .
ده ويلي دي چې ددغه حالت دوام په هېواد کې سوداګرو ته له انديښنو ډک دى .
دهېواد يو شمير سوداګر او په کابل ښار کې هټيوال  وايي دبازارونو  تړلي پاتې کيدل ددې سبب شوي دي چې دسوداګرو لګښتي مالونه بازار ته ونه رسيږي او په بازار کې دتوکو په بيو اغيزه کوي او هم خلکو ته تاوان اړوي او سوداګرو ته ،
  خانجان الکوزي ويلي دي چې يوشمير هټيوال او پلورونکي دخپلو پلورونو دکمښت له پلوه هم سرټکوي او دکابل ښار په ګن ميشتو واټونو  او څلور لارو کې دتحصن او دخيمو ددرولو ددوام له امله انديښنه لري .
دکابل ښار يو هټيوال مصطفي  وايي خلک دټوکو دپيرودنې لپاره نه راځي پلورنې نشته او دبازار حالت خراب دى .
  دپايتخت اوسيدونکي هم دخوراکي توکو دبيو دلوړوالي له امله سرټکوي .
په کابل ښار کې دروان کال دغبرګولي دمياشتې دلسمې نيټې دچارشنبې دورځې له مرګاني ځانمرګي بريد وروسته  او په دې باب داعتراضونو ددوام له امله په کابل ښار کې يوشمير واټونه تړل شوي دي چې خلک دزياتو ستونزو په زغملو سره دښار له يوځاى  څخه بل ځاى ته تګ راتګ کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته