اقتصاد

له دې وروسته د هيواد د ميوو او سبو محصولات په نړيوال معيارسره بهرته صادريږي

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٢
د مميزو، ميوو او سبو د صادراتو د پرمختيا د ادارې لابراتوارونه په عصري تخنيکي وسايلو سمبال شول .
د باختر آژانس د خبر له مخې:  په هغه غونډه کې چې له همدې امله نن په دغې اداره کې جوړه شوې وه؛ د سوداګرۍ او صنايعو وزارت معين مزمل شينواري د خبرو په ترڅ کې وويل: دغه لابراتوارونه د ميوو او سبو د کيفيت په ټاکنه او له نباتي ناروغيو څخه د هغو په خلاصوالي کې ارزښتناک او اساسي رول لوبوي.
شينواري زياته کړه: يواځينى علت چې افغاني ميوې له نړيوالو معيارونو پرته نړيوالو بازارونو ته صادريږي؛ نو بايد ملي سوداګرخپل ټول مالونه له نړيوال نورم او ستندرد سره سم نړيوالو بازارونو ته صادر کړي.
وروسته په دې غونډه کې د ميوو او سبو د صادراتو د پرمختيا د ادارې رييس سيد عظيم مصطفى هاشمي وويل چې دغه لابراتورونه د څه دپاسه يو نيم مليون ډالرو په ارزښت په پرمختللو وسايلو سمبال شوي دي او له دې وروسته د افغانستان ټولې ميوې چې بهر ته صادريږي؛ له نړيوال نورم او ستندرد سره سم په دغو لابراتوارونو کې د هغو د کيفيت او روغتيا والي له پلوه څيړل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته