سیاست

ددولت جوړولو دموافقه ليک داجراييه ډلې لومړې غونډه جوړه شوه .

کابل باختر  دليندۍ لومړي نيټه :
ددولت جوړولو دموافقه ليک  داجراييه ډلې لومړې غونډه نن دماليې دوزير  اکليل حکيمي په مشرۍ  او  داروپا داتحاديې  دسفيراو خاص استازۍ فرانز  مايکل  ميلبن  په شتون  دماليې وزارت په مقر کې  جوړه شوه .
  دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  داروپا اتحاديې  دبروکسل غونډې  تر څنګ  دافغانستان له دولت سره د٢٠٠ مليونو يورو په ارزښت  ددولت جوړولو موافقه ليک لاسليک کړ .
دماليې وزير  په بروکسل کنفرانس کې  داروپا داتحاديې  دکارنده  ونډې  او ملاتړ  او دهغو مرستو له امله  چې ټولټال  په سلو کې اته اويا يې  دملي بودجې له لارې  لګول کيږي .  قدرداني وکړه .
  ده زياته کړه  چې دافغانستان حکومت  له دغه موافقه ليک سره سم  ددغه نوښت  دستاينې په ترڅ کې  دلازياتو اصلاحاتو  دراوستلو په برخه کې  ژمن دى
  په افغانستان کې داروپا داتحاديې  ځانګړي استازي  يوځل بيا  له افغانستان سره خپلې ژمنې  نوې کړې  او زياته يې کړه چې دغه موافقه ليک  ددوه اړخيزو  ژمنو دتطبيق  او دمرستو  داغيزمنتوب  ښه بيلګه دى .
ددولت جوړولو موافقه ليک دعامه انکشافي پاليسيو  دتطبيق  لپاره  يو ښه ميکانيزم ، ستر اقتصادي چوکاټ  ،  عامه مالي مديريت   ، په ملي بودجه کې دشفافيت  او داصلاحاتو  دتطبيق لپاره  يو ښه ميکانيزم دى  چې داروپا داتحاديې له خوا افغانستان ته برابر شوي دي او دافغانستان دولت يې هرکلى کوي .
   ديادونې وړ ده چې  له دغو مرستو څخه  سل مليونه يورو  د ٢٠١٧ کال ددويمې  ربعې  لپاره  او نور يې  د ٢٠١٨ کال لپاره بيله شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته