ټولنه

په پل علم کې د ١٣٠٠ مترو په اوږدوالي يو کانال جوړ شو

پل علم  باختردمرغومي دمياشتې٢ نيټه  :
په لوګر ولايت کې نن د اوبو يو کانال  ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
دغه کانال د څه دپاسه  ٢٦ميليونو افغانيو په لګښت د لوګر ولايت په مرکز           پل علم ښارکې جوړ شوى دى.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې:
دغه کانال د نړيوال بانک په مالي مرسته د يو زرو درې سوه مترو په اوږدوالي او دپنځو مترو په سور جوړ شوى دى چې د لوګر ولايت په مرکز پورې اړوند د خواجه افضل له سيمې څخه تر شش قلعه پورې غځيدلى دى.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته